Language

خوست کې د «رڼا ننداره» په نوم د کتابونو نندارتون پرانیستل شو

خوست ښار (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): په خوست کې د «رڼا ننداره» په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون په دغه ولایت کې د مطالعې دود د پراخولو په موخه پرانیستل شو.

د نندارتون يوه جوړوونکي ابراهيم ايمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کتابونو په دې نندارتون کې شاوخوا لس زره بېلابېل ډوله کتابونه نندارې ته اېښودل شوي چې درې ورځې به د ورځې له درې بجو پيل د شپې تر دولسو بجو به دوام کوي.

دی وايي: «زموږ د دې کتابونو د راوړلو موخه د مطالعې عامول دي او د افغانستان د هر افغان کور ته کتاب رسول دي. په دې وروستيو کې دا اندېښنې څرګندېږي چې ځوانان مطالعه نه کوي او ستړي دي، موږ دا پتېيله ده چې د افغانستان هر ولايت ته ځو او دا ډول نندارتون به جوړوو.»

ورته مهال د دغه ولايت اوسېدونکي بيا وايي، دا ډول نندارتونونه خلک په ځانګړي ډول ځوانان د کتابونو مطالعې ته هڅولی شي.

د نندارتون يوه ګډونوال عبدالرحيم هاتف پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې زياتره ځوانان د کتاب پر ځای برېښنايي مطالعه کوي، چې د کتاب په څېر ګټوره نه ده.

هغه وايي: «د کتاب مطالعه او همدا ډول برېښنايي مطالعه ډېر توپير لري. برېښنايي مطالعه دومره موثره نه وي، په طبي لحاظ هم ښه نه ده او انسان ته ستونزې پيدا کوي، نو د کتاب مطالعه ډېره موثره ده.»

د خوست يوه بل اوسېدونکي عبدالله تړاو هم پژواک اژانس ته وويل چې د ټولنيزو رسنيو په راتګ سره د کتاب د مطالعې دود پيکه شوی دی.

د ده په خبره، دا ډول تشويقي پروګرامونه په خلکو کې بېرته د کتاب د مطالعې فکر ژوندی کولی شي.

ده زياته کړه: «د مطالعې د کمېدو لامل يو ټولنيزې رسنۍ دي، بل ځوانان ډېر بې روحيه شوي وو له څه وخت راهيسي، زموږ هڅه به دا وي چې ځونانو ته بېرته نوې روحيه ورکړو او دعوت ورکړو چې راشي کتابونه وګوري.»

عام باور بيا دا دی چې د ټولنيزو رسنيو د استعمال ترڅنګ ناوړه اقتصادي وضعيت هم د دې لامل شوی چې له امله يې په خلکو کې د کتاب د مطالعې دود کم شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.