Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

موټرچلوونکي: حکومت دې د لویو لارو بیارغولو چارې چټکې کړي

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): یو شمېر موټرچلوونکي پر لویو لارو د تګ راتګ پر مهال له ستونزو شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د دې لارو بیارغولو چارې دې چټکې کړي.

په دې اړه د کابل ـ کندهار لویې لارې یوه موټرچلوونکي اصیل پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه لار ډېره خرابه ده د بيارغولو چارې يې بايد ګړندۍ شي.

هغه وویل: «پنځه میاشتې به کېږي چې کارونه یې پیل شوي خو داسې کار جریان نه لري چې ژر خلاص شي، سهار اووه بجې مې له غزني حرکت کړى مازدیګر څلور بجې میدان ښار ته را ورسېدم.»

د دغې لارې یو بل موټرچلوونکي محمد عادل پژواک ته وویل: «دا لار ډېره خرابه ده مونږ یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي يو، زما موټر د لارې خرابوالي له امله ډېر عوارض کوي او زه دومره وس نه لرم چې د خپل موټر عوارض هر وخت ونيسم.»

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د دې لارې بيارغولو لپاره دې هڅې چټکې کړي.

دغه راز د سالنګ لوی لارې یوه موټرچلوونکي فرمان‌الله پژواک ته وویل، د دغه سړک جوړولو لپاره دې دوامداره کار وشي، څو ژر جوړ او د خلکو ستونزې حل شي.

د سالنګ یوه اوسېدونکي حاجی شفیق پژواک ته وویل چې حکومت دې دغه سړک اساسي او معیاری جوړ کړي.

هغه زیاته کړه: «دغه سړک کې ډېر ګردونه وي، ټولې ونې دوړو وهلي، خلک يې له ميوې هم استفاده نه شي کولاى.»

دغه راز د کابل ـ ننګرهار لويې لارې یوه بل موټرچلوونکي نورمحمد پژواک ته وویل، دغه سړک په ځینو سیمو کې خراب شوى دی او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې پاملرنه ورته وکړي.

د یادې لارې يوه مسافر حضرت عمر پژواک ته وویل، په ځينو ځایونو کې د دغه سړک په منځ کې جمپونه او کندې جوړې شوي چې خلکو ته تکلیف رسوي.

د اړوندې موضوع په اړه د ټولګټو وزارت مطبوعاتي مسوول اشرف حق‌شناس پژواک ته وویل چې دا مهال د کابل- کندهار پر لویه لار کار روان دی.

هغه وویل، د دغه لارې کار په اووه برخو ویشل شوى چې اوسمهال یې د کابل – میدان‌ښار او زابل ولایت له شهر صفا ولسوالۍ تر مانجې سيمې پورې د قیرکولو چارې پيل شوي او پاتې نور به هم ژر پیل شي.

نوموړی وایي، د یاد وزارت ډېرى پروژې اوږدمهاله وي نو خلک بايد زغم ولري.

هغه وویل: «د کابل- جلال‌اباد لار هم سږ کال په پلان کې نیول شوې او هغه ځایونه چې استنادي دېوالونه یې تخریب شوي او یا هم په ځینو ځایونو کې سړک سطحی تخریب شوی، و به رغول شي.»

نوموړی وایي، د سالنګ پر لویه لار هم کار روان دی او هغه ځایونه چې ډېر تخریب شوي د ژمي له را رسېدو مخکې به ترمیم او ورغول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.