کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۵۷۲ افغان کډوال له ایرانه او ۳۷۰ نور له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت نن (چهارشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ۲۵۷۲ کډوال پرون (سهشنبه) د هرات اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچينه زياتوي، د یادو کډوالو له ډلې ۷۹۰ کسان د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) ته ورپېژندل شوي دي.
ياد وزارت دغه راز ليکلي چې تېره ورځ ۳۷۰ نور افغان کډوال له پاکستان څخه د سپينبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچينه زياتوي، د يادو کسانو له ډلې ۵۳ کورنۍ چې ۳۲۰ کسان کېږي، په خپله خوښه او ۵۰ کسان نور له زندان څخه ازاد شوي بنديان چې د حبس موده يې له ۳ تر ۱۰ مياشتو پورې وه، په زور راستانه شوي دي.
د یادونې ده، وړمه ورځ هم ۲۵۸۸ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن