کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره د درېيو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو ترسره کولو په موخه نن سریلانکا ته ولاړه.
کرکټ بورډ نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي: «افغان اتلان د پاکستان پر وړاندې د سوپرکولا جام درېيو نړۍوالو يو ورځنيو سياليو په موخه نن له غرمې وروسته سريلانکا ته ولاړل.»
دغه راز افغان کرکټ ملي لوبډله به د روانې اګسټ میاشتې په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه له پاکستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي، دغه لوبې د افغانستان په کوربهتوب په سریلانکا کې ترسره کېږي.
د یادونې ده، د روان ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ترسره شوه چې افغان لوبډلې اتلولي ترلاسه کړه.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن