لښکرګاه (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۲): هلمند کې مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو پرون د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شپږ موټره اوسپنې قاچاق مخنیوی کړی او ورسره په تړاو یې شپږ کسان هم نیولي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې په شپږو موټرو کې بار قاچاقکېدونکې اوسپنې مخنیوی کړی او ورسره په تړاو یې شپږ کسان هم نیولي دي.
نوموړی وایي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، د هلمند امنیتي ځواکونو له دې مخکې هم څو ځلې د ګرمسېر په مربوطاتو کې د اوسپنې قاچاقکوونکو د نیول کېدو خبرونه ورکړی و.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن