Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کانټینینټال فوټسال سیالۍ؛ افغانستان نیمه پای‌لوبه له ټایلینډ سره کوي

د کانټینینټال فوټسال سیالۍ؛ افغانستان نیمه پای‌لوبه له ټایلینډ سره کوي

author avatar
10 Aug 2023 - 02:02
د کانټینینټال فوټسال سیالۍ؛ افغانستان نیمه پای‌لوبه له ټایلینډ سره کوي
author avatar
10 Aug 2023 - 02:02

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): افغانستان د کانټنینټال فوټسال سیالیو په ترڅ کې نیمه پای‌‎لوبې ته لاره ومونده او په دې پړاو کې له کوربه هېواد ټایلینډ سره لوبه کوي.

دا سیالي چې درې  ورځې مخکې د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک ښار کې پیل شوې چې د اګسټ تر ۱۳مې به دوام ولري.

افغانستان په دې سیالیو کې له چک جمهوریت او موزمبیق هېوادونو سره خپلې لوبې دوه پر دوه مساوي پای ته رسولې وې او دوه نومرې یې ترلاسه کړې وې.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د چک جمهوریت نن موزمبیق ته ماتې ورکړه چې ګټه یې افغانستان ته ورسېده.

سرچینې زیاته کړې چې موزمبیق یو امتیاز یا یوې نومرې په لرلو سره له دې سیالیو ووت او افغانستان دویم پړاو یا نیمه پایلوبې ته ووت.

فوټبال فدارسیون وایي، ټاکل شوې ده چې  د جمعې په ورځ (د اګست ۱۱مه) افغانستان په نیمه پایلوبه کې له کوربه هېواد ټایلینډ سره لوبه ترسره کړي.

په یادو سیالیو کې پر افغانستان سربېره ټایلنډ، چک جمهوريت، میانمار، سلیمان جزایر او موزمبیق هېوادونه په دوو ګروپونو کې ګډون لري.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.