کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وايي، د بودجې د کمښت له امله د روان زېږدیز کال تر اکتوبر میاشتې به ۳۳۰۰ سیمهییز ټولګي وتړل شي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د یادو سیمهییزو ټولګیو له تړلو سره به ۱۶۶ زره ۲۲۰ ماشومان چې ۵۲ سلنه یې نجونې دي، له زدهکړو بېبرخې شي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د اوچا د يادو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
خو د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د روان کال د غویي میاشتې په ۲۴مه په یوه ټویټ کې لیکلي وو، دا اداره غواړي چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه په دغه هېواد کې د سیمهییزو ټولګیو شمېر ۲۱۰۰۰ ته ورسوي.
دغه راز یونیسف د روان لمریز کال د تېرې غبرګولې میاشتې په لومړۍ نېټه په یوه ټویټ کې لیکلي وو چې د هېواد په کچه یې څه باندې ۵۰۰ زره هلکانو او نجونو ته د سیمهییزو ټولګیو له لارې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
سرچینې هغه وخت ویلي وو، دغې اداره په ټول هېواد کې ۱۷۶۰۰ سیمهییز ټولګی جوړ کړي او ملاتړ يې کوي.
د اوچا څرګندونې په داسې حال کې دي چې هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته له شپږم ټولګيو پورته د نجونو زدهکړې ځنډېدلې دي.
Views: 72
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن