[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۲۰): د امریکا هاوایي ایالت په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۳ کسان مړه شوي دي.
هاوایي د امریکا لوېدیځ کې له کلفورنیا ایالته شاوخوا دوه زره کیلو متره لرې په اقیانوس سمندر کې له څو جزیرو جوړ ایالت دی.
د امریکا غږ د خبر له مخې، له دغه ځنګلي اور سره هغه توپان هم مل دی چې د سه شنبې په ورځ په امریکا کې پيل شو او ډېرې سیمې یې وځپلې.
سرچینې زیاته کړې، دغو اورونو د سمندر غاړې ته د لاهاینا ښار هم ځپلی دی؛ چارواکي وايي چې دغه چټک خپرېدونکي اور ډېر خلک اړ کړل د ژوندي پاتې کېدو لپاره اوبو ته ځانونه وغورځوي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن دا «لوی کړکېچ» بللی او د ژغورنې د هڅو لپاره یې دغه ایالت ته د فدرال د مرستو اجازه ورکړې.
د سیمې خلک وايي، ډېرو مرستو ته اړتیا لري او ممکن د ښار بیارغول کلونه ونیسي.
د امریکا متحده ایالتونو د ساحلي ګارډ قوماندانۍ اجا کرکسي سياېناېن ته ویلي، د لومړنیو راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۰۰ کسانو اوبو ته پناه وړې څو وژغورل شي.
نوموړې زیاته کړه، سیمې ته استول شوې الوتکې د لوګیو له کبله په سختۍ سره په ځمکه کې څه لیدلای شي، خو دا خبره یې وکړه چې د ساحلي ګارډ کښتیو شاوخوا ۵۰ کسان په اوبو کې ژغورلي او تر ۵۳ نور مړه شوي دي.
له هوا اخیستل شوو تصویرونو کې ښکاري چې د لاهاینا ټول ښار چې په نولسمې پېړۍ کې د هاوايي پاچاهۍ مرکز و، په اېرو بدل شوی دی.
چارواکي وايي، د ژغورنې پلټنې روانې دي او ښايي د مړو شمېر ډېر وي.
د مایو له ښاره هم زرګونه کسان په الوتکو کې انتقال شوي او د نورو د ایستلو لپاره هم پلان نیول شوی دی. د مایو ولسوال له سیلانیانو غوښتي چې «ژر تر ژره دې» ووځي او بسونه یې تنظیم کړي چې خلک له کورونو هوايي ډګر ته انتقال کړي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن