ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر یوه کال کې څه باندې ۹۰۰ بهرني سیلانیان د کندوز شېرخان بندر له لارې هېواد ته راغلي

تېر یوه کال کې څه باندې ۹۰۰ بهرني سیلانیان د کندوز شېرخان بندر له لارې هېواد ته راغلي

author avatar
12 Aug 2023 - 17:26
تېر یوه کال کې څه باندې ۹۰۰ بهرني سیلانیان د کندوز شېرخان بندر له لارې هېواد ته راغلي
author avatar
12 Aug 2023 - 17:26

کندوز (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): د کندوز سیمه‌ییز مسوولین وایي، تېر یو کال کې څه باندې ۹۰۰ بهرني سیلانیان د دغه ولایت د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته راغلي دي.

د کندوز د بهرني ریاست د قونسلګرۍ چارو مسوول عبیدالله عابدي وایي، په تېر یو کال کې له بېلابېلو اروپایي، اسیایي او امریکایي هېوادونو ۹۰۰ بهرني سیلانیان د کندوز د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته راغلي او د هېواد له بېلابېلو تاریخي او سیاحتي ځایونو یې لیدنه کړې ده.

هغه زیاتوي، د تېر یو کال په اوږدو کې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: «په تېر یو کال کې الحمدالله د بهرنیو سیلانیانو راتګ ډېر شوی او موږ سیلانیانو لپاره بشپړ امنیت نیولی دی.»

ورته مهال یو شمېر هغه سیلانیان چې هېواد ته راغلي، د امنیت له ټینګښت خوشحاله دي.

د چک جمهوريت یو اوسېدونکی کشکه چې د شېرخان بندر له لارې د سیاحت او تفریح په موخه افغانستان ته راغلی وایي: «موږ پرون د شېرخان له لارې کندوز ته راغلو، مسوولینو موږ سره ډېر ښه چلند وکړ، موږ له کندوز ښاره لیدنه وکړه، په ښار کې وګرځېدو؛ خلکو موږ سره ډېره ښه چلند وکړ، موږ اوس پرېکړه کړې چې بدخشان ولایت ته ولاړ شوو او د واخان د ښکلي ځایونه وګورو.»

یو بل امریکايي ګرځندوی نیکو چې لومړی ځل د سیاحت او تفریح په موخه افغانستان ته راغلی، د خپل سفر موخه د خلکو کلتور سره پېژندګلوی او د هېواد د تارخي سیمو لیدنه بیانوي.

هغه زیاته کړه: «زما نوم نیکو دی، زه د قزاقستان او تاجکستان له لارې افغانستان ته راغلې یم، زه غواړم چې د بدخشان له واخانه لیدنه وکړم، د واخان په اړه مې ډېر اورېدلي، موږ هیڅ ستونزه نه لرو، مسوولینو موږ سره ډېر ښه چلند وکړ.»

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې بهرنیو سیلانیانو د افغانستان نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي دي.

Views: 107

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.