Language

بلخ کې ځوانان: حکومت دې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي

مزارشریف (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۲): بلخ کې یو شمېر معلولینو او ځوانانو د ځوانانو نړۍوالې ورځې په پار د یوې راټولېدنې په ترڅ کې له سرپرست حکومته دوی ته د کاري فرصتونو د برابرېدو غوښتنه وکړه.

د دغې راټولېدنې مسوول سیدمحمد یزدان‌پرست وایي، هغه ځوانان چې روغ او یا هم معلولیت لري، شپاړلس کاله یې زده‌کړې کړي، خو ډېر يې اوسمهال بېکاره دي، په کار ده چې هغوی ته کاري فرصتونه برابر شي.

هغه زیاتوي، که ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر نه شي، اړ دي بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي.

جاوید د دغې راټولېدنې ګډونوال له حکومته غوښتنه کوي، هغو بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړي چې معلولینو ته د روغتیا او زده‌کړو برخه کې فعالیت کوي.

باسط د دغې راټولېدنې بل ګډونوال زده‌کړې د نجونو لپاره مهمې ګڼي او وایي، لکه څنګه چې دی او نور ځوانان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي، دغه ډول دې د دوی خویندو ته هم د زده‌کړو اجازه ورکړي ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي.

د دغې راټولېدنې په پای کې د ګډونوالو له خوا پرېکړه‌لېک هم ولوستل شو چې په کې ګډونوالو له حکومته غوښتنه کړې چې ځوانانو ته کاري او د زده‌کړې فرصتونه برابر کړي او هم هغه معلولین چې د کار وړتیا لري، ادارو کې جذب کړي.

په همدې حال د بلخ ځایي مسوولینو ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرېدو ډاډ ورکوي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو آمر سلطان‌محمد توخی وایي، حکومت تل هڅه کړې چې ځوانانو ته د ظرفیت لوړونې او کار موندنې په برخه کې هڅه وکړي او وړ ځوانان پر دندو وګماري.

د اګست ۱۲مه د ځوانانو نړیوالې ورځې په توګه د ملګرو ملتونو سازمان له لوري ټاکل شوې چې تېرو کلونو کې دغه ورځ د دولتي ادارو او هم نادولتي بنسټونو له خوا نمانځل کېده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.