ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال امریکا کې نږدې ۵۰ زره کسانو ځان‌وژنه کړې ده

تېر کال امریکا کې نږدې ۵۰ زره کسانو ځان‌وژنه کړې ده

author avatar
13 Aug 2023 - 02:54
تېر کال امریکا کې نږدې ۵۰ زره کسانو ځان‌وژنه کړې ده
author avatar
13 Aug 2023 - 02:54

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د امریکا حکومت ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په دغه هېواد کې ۴۹۵۰۰ کسانو ځانونه وژلي او دا شمېر ځان‌وژنې د امریکا په تاریخ کې بې‌سارې دي.

د امریکا د ناروغيو کنټرول او وقايې مرکز چې دغه احصائيه يې خپره کړې، شمېرې ښيي چې له دويم نړۍوال جنګ راهيسې په امريکا کې د ځان‌وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، دغې ادارې په امريکا کې د سږ کال ځان‌وژنو شمېره تر اوسه نه ده اعلان کړې.

د کریسټینا ویلبر په نوم یوې ۴۵ کلنې امریکایۍ مېرمنې چې زوی یې تېر کال ځان په ډزو وژلی، ویلي: «یو څه ناسم دی؛ د ځانوژنو شمېر باید لوړ ولاړ نه شي؛ زما زوی باید مړ شوی نه وای؛ پوهیږم دا موضوع پېچلې ده….. خو موږ باید د یو څه کولو توان ولرو، دا هغه څه دي چې موږ یې نه کوو؛ ځکه اوس چې هر څه کوم، ګټه نه کوي.»

یو شمیر کارپوهانو خبرداری ورکړی چې ځانوژنه یوه پېچلې مسئله ده او د خپګان زیاتوالي او د رواني روغتیا خدماتو نشتوالي په ګډون زیات لاملونه لري.

بلخوا، جيل هارکوي فريډمن، د ځانوژنو مخنيوي امريکايي بنسټ د څېړنو مشره پر دې باور ده چې په امريکا کې د ځانوژنې د زياتوالي يو له اصلي لاملونو وسلې ته لاسرسی دی.

د ارقامو او شمېرو له مخې، ډېری خلکو د نورو لارو په پرتله د وسلو په وسیله ځانوژنې کړې؛ دا په داسې حال کې ده چې په متحده ایالتونو کې د وسلو پلور په پراخه کچه زیات شوی دی.

د جان هاپکنز پوهنتون په امریکا کې د ځانوژنې احصایې څېړلې دي؛ د دې څېړنې له مخې، په متحده ایالتونو کې تېر کال د وسلو په وسیله ځانوژنې تر ټولو لوړ کچې ته رسېدلې دي. د دې څېړنې موندنو له مخې، د لومړي ځل لپاره د تور پوستانو په منځ کې د وسلې په وسیله د ځانوژنې پېښې د سپین پوستو ځوانانو په پرتله لوړې شوې دي.

په امریکا کې د ځانوژنې کچه له ۲۰۰۰ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د ډېرېدو په حال کې وه، له دې مخکې په ۱۹۴۱ کال کې په امریکا کې د ځانوژنې کچه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وه او په هغه کال کې په ټول هېواد کې ۴۸۳۰۰ کسانو ځانوژنه کړې وه؛ یعنې په امریکا کې له ۱۰۰ زرو کسانو څخه ۱۴.۲ کسانو ځانوژنه کړې وه.

د نوې خپاره شوې احصايې له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې د ځان وژنې کچه یو څه لږه شوې او په ۲۰۲۰ کال کې چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له لومړي کال سره سمون خوري، د ځان وژنې کچه هم ټېټه شوې ده.

خو په ۲۰۲۱ کال کې د ځانوژنو کچه څلور سلنه لوړه شوې او په ۲۰۲۰ کال کې ۴۹۴۴۹ کسانو ځان وژنه کړې چې د تېر کال په پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.

په دې احصایې کې ویل شوي چې د ځانوژنې تر ټولو ډېر زیاتوالی په زړو کسانو کې لیدل کیږي. د ۴۵او ۶۵ کلونو عمر لرونکو ترمنځ ځان وژنه نږدې اوه سلنه زیاتوالی موندلی او د ۶۵ کالو څخه پورته خلکو کې ځان په ځانګړې توګه د سپین پوستو نارینه کې تر اتو سلنې ډیر شوی دی.

اروا پوه ډیبرا هوري، وايي چې د دندې یا خاوند له لاسه ورکول د لویانو ترمنځ د ځان وژنې یو له اصلي لاملونو څخه دی.

همدا راز د ۲۵ او ۴۴ کلونو ترمنځ عمر لرونکو کسانو په منځ کې د ځان وژنې کچه نږدې یو سلنه لوړه شوې ده. د تازه خپرو شویو احصایو له مخې ځان وژنه د امریکا په متحدو ایالتونو کې د مړینې دوهم لوی لامل دی.

[/restrict]

Views: 254

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.