ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د کانونو څارنې لپاره لس کسیزه کمېټه جوړه شوه

لوګر کې د کانونو څارنې لپاره لس کسیزه کمېټه جوړه شوه

author avatar
13 Aug 2023 - 18:43
لوګر کې د کانونو څارنې لپاره لس کسیزه کمېټه جوړه شوه
author avatar
13 Aug 2023 - 18:43

پل‌علم (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د کانونو وضعیت ارزونې په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د کانونو د څار په موخه لس کسیزه کمېټه جوړه کړه.

د لوګر ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي شهاب‌الدین دلاور د دغه ولایت له چارواکو سره د کانونو وضعیت ارزولو په موخه لیدلي او خبرې یې کړې دي.

سرچینه کاږي چې د کانونو سرپرست وزیر د کانونو په قراردادونو کې د روڼتیا، د کانونو قاچاق مخنیوي، له لویو کمپنیو سره د کانونو قراردادونو او په ټوله کې له کانونو څارنې لپاره د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ په ګډون یوه لس کسیزه کمېټه جوړه کړه او فعالیت یې پيل کړ.

د یادونې ده، د هېواد مشهور د عینک مسو کان په لوګر کې موقعیت لري چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت کې يې د استخراج تړون له یوې چینايي کمپنۍ سره شوی دی.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.