Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې نږدې دوه‌نیم زره کیلوګرامه ومان سوځول شوي

فراه (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): فراه کې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو له خوا ترلاسه شوي دوه زره او ۳۵۰ کیلوګرامه ومان له منځه یووړل شول.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې امنیتي ځواکونو یاد نشه‌يي توکي د پرچمن ولسوالۍ په برفشار او پاس کوتل او د ګلستان په کندر جرمرغو سیمو کې کشف او ترلاسه کړي دي.

سرچینې دغه راز ويلي چې د یادو توکو ترڅنګ یې ۶۰ کیلوګرامه مالګه، ۷۵ کیلوګرامه کاسټیک، ۴۰ لېتره تېزاب، ۸۰ کیلوګرامه اهک او نور بېلابېل توکي هم نیولي دي.

د یادونې ده، په هېواد کې د نشه‌يي توکو کرکیله، پېر او پلور او کارول منع شوي او سرغړوونکي مجرمین ګڼل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.