ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ د هېواد رېل‌پټلیو له لارې څه باندې ۹۲ مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي

تېره اونۍ د هېواد رېل‌پټلیو له لارې څه باندې ۹۲ مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي

author avatar
13 Aug 2023 - 18:22
تېره اونۍ د هېواد رېل‌پټلیو له لارې څه باندې ۹۲ مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي
author avatar
13 Aug 2023 - 18:22

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان رېل‌پټلۍ اداره وايي چې تېره اونۍ د هېواد رېل‌پټلیو له لارې څه باندې ۹۲ مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.

دغي ادارې پر ټویټر لیکلي چې دغه انتقالات د روانې زمري میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې ۶۹ زره او ۴۶۳ ټنه توکي د حیرتان بندر، ۱۱ زره او ۴۰۵ ټنه د تورغونډۍ او ۶۰۸۳ مټریک ټنه توکي د اقینې بندرونو له لارې هېواد ته وارد شوي دي.

په دغه ټويټ کې راغلي چې د همدغو بندرونو له لارې له هېواده پنځه زره ۸۳۴ مټریک ټنه صادرات هم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان رېل‌پټلۍ ادارې د زمري په ۷مه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام غونډه کې ویلي وو، دغې ادارې په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد د رېل‌پټلیو له لارې څه باندې ۴،۵ میلیون مټریک ټنه توکي صادر او وارد کړي چې دغه کچه په ۱۴۰۲ کال کې ۳،۶ میلیون مټریک ټنه ته رسېدلې ده.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.