[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): د میدانوردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو ولایت مقام له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه پرون ناوخته د جلرېز ولسوالۍ اړوند د اوني کوتل پسیمه کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، په دې ترافیکي پېښه کې شپږ کسان ټپیان او د امنیتي کسانو په مرسته روغتون ته لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله شوې ده،.
دوه ورځې مخکې هم د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې او د روان لمریز کال له پیله راهیسې شاوخوا ۳۵۰۰ کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
[/restrict]
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن