Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا برادر ترکي پانګوالو ته: افغانستان کې د پانګونې له شته فرصتونو استفاده وکړئ

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له ترکي پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې د پانګونې له شته فرصتونو استفاده وکړي.

له ریاست‌الوزراء څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د صنعت‌کارانو او سوداګرو د غیردولتي ټولنې موسیاد له رییس محمود اسمالي او یو شمېر افغان او ترکي سوداګرو سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، دغه لیدنه د موسیاد ټولنې د دفتر په مرکزي ودانۍ کې ترسره شوه چې پر افغان سوداګرو او ترکي پانګوالو سربېره پکې د هغو لویو شرکتونو او بېلابېلو سکټورونو رییسانو او استازو هم ګډون کړي و چې د ساختماني توکو، د برېښنا تولید، مخابراتو، زېربناوو جوړولو، اوبو بندونو، کرنې او لوجستیکي خدماتو وړاندې کولو په برخو کې اوږده مخینه او بریالۍ کاري تجربه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته راوبلل او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د پانګونې شرایط اسانه شوي او ترکي پانګوال دې له دې فرصته پوره ګټه پورته کړي.

د موسیاد ټولنې مشر محمود اسمالي د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره د یادې لیدنې پر مهال ترکي پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅول او زیاته یې کړه، چې له دې فرصت څخه د ګټې اخيستنې په موخه دې ترکي پانګوال افغانستان ته لاړ شي.

د يادونې وړ ده، چې په دغه لیدنه کې له ترکي پانګوالو سره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شته فرصتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک شول او د اسلامي امارت له لوري د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړل شو.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.