کابل (پژواک ۲۴ زمری ۱۴۰۲): د عبدالله ميازاده په نوم ۶۳ کلن افغان وروسته له ۴۳ کلونو له جرمني پر موټرسايکل افغانستان ته راغلى دى.
عبدالله ميازاده د افغانستان د پکتيا ولايت اصلي اوسېدونکى دى خو له کلونو راهیسې په جرمني کې ژوند کوي او د دغه هېواد تابعيت لري.
هغه له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وويل، ٤٣ کاله مخکې جرمني ته تللی و او اوس ځکه پر موټرسایکل خپل هېواد ته راغلی څو نړۍوالو ته وښيي چې په افغانستان کې ډاډمن امنيت تامين دى.
نوموړی وايي، ویې کولای شول چې په لسو ورځو کې له لسو هېوادونو په تېرېدو ځان افغانستان ته راورسوي.
میازاده دغه راز وویل: «يو ځل مې مخکې اراده وکړه چې راشم، له څو هېوادونو تېر شوم، خو ايران ته چې راورسېدم، هغوی د تګ اجازه رانه کړه؛ ځکه چې زما ځيني سندونه تکميل نه وو، نو زه بېرته وګرځېدم، څلور زره کيلومتره لار مې ووهله، اسنادونه مې برابر کړل او بيا راروان شوم چې دا دی راورسېدم.»
هغه وایي چې له راتګ وروسته يې د افغانستان يو شمېر ولايتونو ته سفرونه کړي، د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې ليدلي او تود هرکلى يې شوى دى.
ده له نړۍوالو وغوښتل چې افغانستان ته راشي او د دغه ځای له ښکلو سيمو خوند واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې افغانستان ته د بهرنيو سیلانيانو راتګ ډېر شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP