ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ا.ا دوه کلن مزل؛ د خلکو نظرونه او غوښتنې

د ا.ا دوه کلن مزل؛ د خلکو نظرونه او غوښتنې

author avatar
15 Aug 2023 - 08:18
د ا.ا دوه کلن مزل؛ د خلکو نظرونه او غوښتنې
author avatar
15 Aug 2023 - 08:18

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۲): یو شمېر خلک د ا.ا له بیا واکمنېدو راهیسې راغلی امنیت او ځیني نور پرمختګونه ستایي، خو له حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانیزي، کاري فرصتونه رامنځته کړي او کار د کار اهل ته وسپاري.

دوی وایي، اسلامي امارت باید له نړۍوالو سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې تعامل وکړي، د هېواد کادرونو ته درناوی او په دولتي ادارو کې له توپیر پرته له ټولو سره یو ډول چلند وکړي.

پژواک خبري اژانس د فېسبوک او ټویټر له لارې له خلکو پوښتلي چې د افغانستان ا.ا د بیا واکمنېدو دوه کاله پوره شول، تاسو یې د تېرو دوو کلونو کړنې څنګه ارزوئ؟

تر اوسه تر ۴۰۰ کسانو د وټس‌اپ له لارې په لیکلې، غږیزه او ویډیویي بڼه دغې پوښتنې ته ځواب ویلی. دغه پوښتنه پر فېسبوک‌‌پاڼه نږدې پنځه زره کسانو خوښه کړې او پر تویټرپاڼه هم تر ۲۹ زره ډېرو کسانو لېدلې ده.

په دغه راپور کې مو په دې اړه په لیکلې بڼه د خلکو نظرونه راټول کړي، خو هغه نظرونه مو نه دي رااخيستې چې تکراري دي او یا هم د موضوع اړوند نه دي.

خلک څه وایي؟

فهیم تیمور لیکلي: «که څه هم هر نظام په خپل وخت کې ډېرې نیمګړتیاوې لري چې دا خبره اسلامي امارت ته هم متوجه ده؛ که تېر جمهوري نظام له امارت سره پرتله شي نو امارت په کمه موده کې له حده ډېرې لاسته راوړنې لري؛ هغه ځکه چې له تېر نظام سره د نړۍوالو اړیکې جوړې وې او په مالي برخه کې یې د افغانستان پوره ملاتړ کاوه، خو د امارت په راتګ سره دا هر څه بدل شول او له بندیزونو سره یې مخ کړ.»

د هغه په وینا، د یو ملي او خپلواک نظام جوړول، سراسري امنیت راوستل، د لویو لارو پر جوړولو کار پیلول، له کورنیو عوایدو د بودجې تامینول، د هېواد پر کانونو کار کول، د فساد ختمول، د ډلو او زورواکو مخه نیول او غصب شوي دولتي او غیردولتي مساکن او ځایونه راګرځول په کور دننه د اسلامي امارت لاسته راوړنې دي.

د هغه په نظر، سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو باب پرانیستی او له ځینو هېوادونو سره یې په سوداګریزه برخه کې بې‌ساری پرمختګ کړی دی.

د تیمور په وینا، هغه کارونه چې اسلامي امارت تر اوسه په کې نیمګړی دی، دا دي چې د نجونو زده‌کړې ځنډول شوې او د ښځو پر کار محدودیتونه لګول شوي. دی وایي چې دا ستونزې دې هوارې شي او د هېواد کادرونو ته دې د کار زمینه برابره شي.

خو یوه بل کس چې نوم یې نه دی څرګند کړی، لیکلي: «دوه کاله پوره کېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن دي خو تر اوسه دوی نه ولس خپل کړ، نه يې د نجونو مکتبونه پرانیستل… تر اوسه یې نه کوم اساسي قانون جوړ کړ او نه هم کوم پلان لري.»

یوه بل کس لیکلي: «په تېرو دوو کلونو کې امنیت ټینګ شوی او د جګړو له امله د مرګ‌ژوبلې کچه صفر ته راکښته شوې، افغانستان وروسته له څلوېښتو کلونو د یوه واحد مرکزي نظام خاوند شو، زورواکي ورکه شوه، د بیارغونې کارونه په چټکۍ سره روان دي او د پوځ جوړول په خوار دقت او سرعت سره روان دي.»

دی زیاتوي: «خو له یادو لاسته راوړونو سره سره ځينې ستونزې هم شته چې باید د نجونو پوهنتونونو او ښوونځیو د خلاصون لپاره په تېرو دوو کلونو کې یوه د حل لاره موندل شوې وای، د یوه مجاهد او عام شخص کارونه باید په دولتي ادارو کې په یوه ډول ترسره شي او د هېواد د کادرونو باید درناوی وشي.»

یوه بل کس چې نوم یې نه دی څرګند کړی، لیکلي: «اسلامي امارت دوه کاله زموږ معصومې خویندې د علم له نعمته محرومې او په تياره کې وساتلې، په لوی شمېر افغانان دا تمه نه لري چې اسلامي امارت دې زموږ خویندو ته د تعليم دروازې خلاصې کړي، سره له دې چې زموږ خویندې باحجابه او له پېړيو راهيسې مسلمانې دي.»

هغه لیکلي چې په تېرو دوو کلونو کې اقتصادي ستونزې هم زياتې شوې، د بېکارۍ ستونزه ډېره شوې، یو شمېر کسانو چې مخکې یې حکومت کې کار کاوه، دندې یې له لاسه ورکړې او یو شمېر د اقتصادي ستونزو له امله  په خطرناکو لارو له هېواده ووتل او دا لړۍ لا هم روانه ده.

عبدالودود هوتک بیا لیکلي، اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لري؛ په ځانګړې توګه د امنیت په ټينګښټ کې، د انفلاسیون په برخه کې، د مامورینو د تنخواوو د ورکړې په برخه کې، خو د اسلامي نظامي پر وړاندې دوه ننګونې شتون لري چې اکثریت خلک یې د ژر حل غوښتونکي دي.

د ده په نظر، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو ځنډول او بېکاري دوه هغه ننګونې دي چې باید اوسنی حکومت یې حل کړي.

هغه وایي: «که چېرې یادو ستونزو ته پام وشي، نور اوسنی نظام هیڅ بدیل نه لري او نه به یې بدیل پيدا شي.»

یوه بل کس بیا لیکلي: «موږ د افغانستان له اوسنيو حاکمانو نه ۹۰ سلنه ناخوښ يو؛ ځکه ولس چې څه غواړي دوی هغسې نه کوي، ځوانان مهاجر شول، د نجونو [له شپږم ټولګي پورته] مکتبونه بند دي، ملي بیرغ نشته، باید دوی د افغانستان ولس ته احترام وکړي او غوښتنې یې ومني.»

نثاراحمد عزیزي لیکلي چې اسلامي امارت ملي او اسلامي ارزښتونه ساتلي دي.

هغه لیکلي: «هېواد مو د امن کور دی، الحمدالله په دغو دوو کالو کې اسلامي امارت د اقتصاد په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرې؛ لکه د قوشتیپې کانال، د عمومي سړکونو بیارغونه او د تېلو د استخراج په برخه کې ډېره هڅه شوې ده، د ښارونو ښکلا او د څلورلارو جوړول بل هغه څه دي چې ښار ته یې ښکلا ور په برخه کړې ده. په دغو دوو کالو کې ډېری معتادین راټول شوي دي او هغوی تداوي شوي او پل‌سوخته چې د معتادینو اصلي ځای و، هغه یې ډېر په ښه شکل جوړ کړ.»

هغه زیاتوي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانۍ ارزښت ساتل شوی، سوالګر راټول شوي، اتحاد او اتفاق ته کار شوی او دغه راز اسلامي امارت وکولی شول چې یوه منظمه اردو هم جوړه کړي.

یعقوب وحیدي بیا ادعا کړې چې د اسلامي امارت دوه کاله پوره کېږي، امنیت یې ټینګ کړی، خو لا هم په دولتي ادارو کې د اسلامي امارت خپل کسان مقرریږي او د هېواد نورو کسانو او استعدادونو ته ارزښت نه ورکول کېږي.

هغه زیاتوي: «لومړی یې مهمو بستونو کې خپل کسان استخدام کړي، وروسته یې د جهادي سابقي یا هم د مدد معاش په نوم د ډېرو لوړو امتیازاتو طرحه د ځان لپاره تایيد کړې، د پخوانیو مامورینو چې کوم معاش په ۱۳۸۷ کال کې ټاکل شوی، هيڅ ډول تغییر په کې نه دی راغلی، دوی د عمري عدالت نارې وهي، البته چې دا یې د بې‌عدالتۍ یوه بېلګه ده.»

د مهران په نوم یوه بل کس لیکلي چې په تېرو دوو کلونو کې د قوشتیپې کانال کار، د کابل – کندهار سړک بیارغونې او د سالنګونو لویې لارې بیارغونې چارو پیل، د ځینو کانونو استخراج، د افغانۍ ارزښت ساتل او سوادګرۍ کې پرمختګ هغه کارونه دي چې افغانان یې ستاینه کوي.

هغه لیکلي چې اسلامي امارت دې کار د کار اهل ته وسپاري او د نجونو پر مخ دې ښوونځي پرانیزي؛ که چېرې دغه کار وشي د ولس زړونه به نور هم وګټي.

خو یوه بل کس چې نوم یې نه دی لیکلی، ادعا کوي چې اسلامي امارت یوازې له امنیت پرته چې ټینګ کړی یې دی، نوره هیڅ لاسته راوړنه نه لري.

د بخت نوري په نوم یوه بل کس بیا لیکلي: «په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې ډېرې زیاتې وې، خو یوازېنۍ ستونزه د نجونو د تعلیم مسئله ده چې خدای (ج) دې حل کړي او دویمه ستونزه بېکاري ده په وطن کې، موږ هم دعا کوو چې خدای (ج) دې اسلامي امارت ته توفیق ورکړي چې دا ستونزې هم حل شي.»

یوه بل کس لیکلي چې اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لري خو خپلو منفي ټکو ته هم باید پام وکړي او اصلاح یې کړي. هغه ادعا کوي چې د اوسني حکومت په محاکمو کې هم فساد شتون لري.

حشمت‌الله زاهد لیکلي: «په تېرو دوو کلونو کې د امنیت په برخه کې مطمین شوي یو، خو البته چې د ښځو د تعلیم په برخه کې ترې ناراضه یو، بل کارونه نشته او بل باید مسلکي خلکو ته په حکومت کې ځای ورکړي؛ دغه درې نیمګړتیاوې لري، نور کوم مشکل نشته ان‌شاءالله چې امنیت یې صحیح راوستی دی.»

ارمان لیکلي: «له اسلامي امارته زما غوښتنه دا ده چې د نجونو مکتبونه اسلامي اصولو مطابق پرانیزي، له نړۍوالو سره د اسلام او عقیدې په چوکاټ کې تعامل وکړي، څو د نړۍ سفارتونه کابل کې پرانیستل شي او د چا په شخصي حریم کې دې کار نه لري.»

صفی‌الله سالک بیا لیکلي: «تېر دوه کاله د افغانستان په تاريخ کې نهایت تیاره کلونه وو، د ناامیدۍ حد و، بې‌روزګاري اوج کې وه، د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بند وو، چې زموږ د زمانې تر ټولو بده غمیزه ده.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خلکو د یادو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې د پژواک د «خلکو غږ» خپرونې له لارې د خلکو د غوښتنو په اړه ویلي وو: «دا خو د خلکو غوښتنې دي، نظام به یې واوري، بررسي به وکړي، هره غوښتنه چې عملي کېده هغه به عملي کړي، موږ د خلکو له غوښتنو سره ستونزه نه لرو، خلک به تقاضاوې لري، امارت هم کوشش کوي چې د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي.»

Views: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.