Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان چنارتو کې د څه باندې شپږ میلیون افغانیو په لګښت یوه پروژه پلې شوه

ترینکوټ (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): اروزګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د څه باندې شپږ میلیون افغانيو په لګښت یوې پروژې چارې بشپړې شوې.

د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت چنارتو ولسوالۍ کې د ویالو پاکولو او لارو جوړولو یوې پروژې چارې نن بشپړې شوې.

هغه زیاته کړه چې پر دې پروژه شپږ میلیونه او ۵۲ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د نړۍوال بانک له خوا ورکړل شوی دی.

دی وايي، په دې پروژه کې د چنارتو په سیند او چلبي سیمو کې ۹ اعشاریه ۲۶ کیلومتره فرعي سړک هوارولو او جغل‌اچونې او ۵۰ کیلومتره ویالې پاکولو چارې شاملې وي.

هغه زیاته کړه چې په یاده پروژه کې ۱۰۳۵ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوي وه چې د ورځې هر کس ته ۴۵۰ افغانۍ ورکول کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.