فراه (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ اړوند خوست سیمه کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس عبدالمجید ابوذر پژواک خبري اژانس ته وویل، د خاکسفید ولسوالۍ اړوند خوست سیمه چې د غرونو منځ کې موقعیت لري له مخابراتي اسانتیاوو بېبرخې ده.
خو هغه زیاتوي چې ډېر ژر به د فراه په ټولو سیمو کې خلک مخابراتي خدماتو ته لاسرسی پيدا کړي.
هغه وايي، د فراه لپاره تر ۱۵ نوي سایټونه منظور شوي چې د خوست سیمه هم پکې شامله ده.
دغه راز د فراه اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی سباوون وايي، په خوست سیمه کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ اوسېږي چې له مخابراتي اسانتیاوو بېبرخې دي.
بلخوا د خوست سیمې خلک له حکومته غواړي چې دوی ته مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړي.
د خوست سیمې یوه اوسېدونکي غوثالدین پژواک ته وویل: «زموږ خلک مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري او په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ یوو.»
هغه زیاتوي، د سیمې خلک له خپلو خپلوانو سره د اړیکو لپاره یو ساعت پر موټرسایکل مزل کوي چې ځیني وخت د شپې پرمهال یا ژمي په موسم کې تګ راتګ ډېر سخت وي.
هغه له حکومته غواړي چې ټولو خلکو ته دې مخابراتي خدمات برابر کړي.
د دې سیمې یو بل اوسېدونکی عبدالاحد هم وايي، دوی په یوه غرنۍ سیمه کې ژوند کوي او هیڅ مخابراتي شبکه کار نه کوي.
د دغه ولایت د مسوولینو په وینا، خوست سیمه له فراه ښاره ۸۰ کیلومټره او د خاکسفید ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا ۳۰ کیلومټره لرې ده.
د یادونې ده، په هېواد کې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې له امله د نورو برخو تر څنګ مخابراتي سکټور هم اغیزمن شوی او د هېواد په یو شمېر سیمو کې لا هم خلک مخابراتي اسانتیاوو ته له نه لاسرسي شکایت کوي.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن