پلخمري (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېر مازیګر د پلخمري اړوند په خواجه الوان سیمه کې د رونکس موټر چپه کېدو له امله درې کسان مړه شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.
سرچینه وايي، چپه شوی موټر چې له بلخ ولایت څخه کندوز ته روان و، د بغلان ولایت اړوند خواجه الوان سیمه کې له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.
دغه راز د بغلان ولایت د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي هم د پېښې په تایید پژواک اژانس ته وویل، تېر ماښام د بغلان ولایت مرکز پلخمري اړوند خواجه الوان سیمه کې یو کرولا موټر له سړکه اوښتی او کندې ته غورځېدلی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP