شبرغان (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د جوزجان پولیس وایي د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د پولیسو ویاند عبدالستار حلیمي وایي، دا پېښه نن سهار شاوخوا ۷ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې د یاد ولایت د اقچې ولسوالۍ په پلنو سیمه کې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار دوو تیز رفتار موټرونو له یو بل سره ټکر وکړ.
نوموړي څرګنده کړه، د دې پېښې له امله یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو ویاند زیاته کړه چې د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن