منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان او پاکستان سفیرانو تورخم او بولدک کې د تګ راتګ په برخه کې د شته ننګونو پر حل هوکړه کړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت سرپرست، کابل کې د پاکستان سفارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانانو لپاره د پاکستاني ویزو او تورخم او سپین‌بولدک کې د خلکو د تګ راتګ په برخو کې د شته ننګونو پر حل هوکړه کړې ده.

پاکستان کې د افغانستان سفارت نن (چهارشنبه) پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي، د ا.ا.ا سرپرست سفیر محمدسردار احمد شکیب، کابل کې د پاکستان سفارت له سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره په اسلام‌اباد کې کتلي دي.

سرچینې لیکلي: «لیدنه کې د یو لړ دوه اړخیزو موضوعاتو ترڅنګ، افغان اتباعو لپاره د پاکستاني ویزو او همدارنګه په تورخم او بولدک کې د خلکو د تګ راتګ په برخه کې ستونزې په جدي ډول مطرح شوې او په دې برخه کې د شته ننګونو پر ژر تر ژره حل موافقه وشوه.»

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغانان پاکستان ته د تګ راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ کېږي او د یاد هېواد د پولیسو له خوا وخت نا وخت ځورول کېږي او زندانونو ته اچول کیږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست