مزارشریف (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف – حیرتان پر لویه لار د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه جومات جوړېدو چارې پيل شوې.
د بلخ ولایت د رسنیو دفتر نن د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه جومات قوشتپې کانال ته نږدې سیمه کې په پنځه جریبه ځمکه کې جوړېږي.
سرچینې ویلي چې د دغه جومات بنسټ ډبرې اېښودو مراسمو ته د بلخ والي محمدیوسف وفا هم ورغلی و.
په خبرپاڼه کې راغلي، یاد جومات د ملي سوداګرو په مالي ملاتړ په پنځه جریبه ځمکه کې جوړېږي چې ټول لګښت يې ۱۵۰ زره امریکايي ډالر اټکل شوی او چارې به يې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP