Language

سپین‌بولدک کې د نشه‌يي توکو د تولید درې کارخونې سوځول شوې دي

کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): کندهار کې مسوولین وايي، د دغه ولایت سپين‌بولدک ولسوالۍ په کوچیانو کلي کې د نشه‌یي توکو درې کارخونې او ۱۱ زره ۲۲۵ کیلوګرامه ومان کشف او وسوځول شول.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ صابر نن (چهارشنبه) پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد نشه‌يي توکې او کارخونې نن د سپین‌بولدک ولسوالۍ په کوچیانو کلي کې کشف او له منځه وړل شوي او په تړاو یې د دغو کارخونو دوه مسوولین او شپږ نور کارکوونکي هم نیول شوي دي.

د هغه په وینا، له دې کارخونو ۴۹۵ کیلوګرامه اهک، سوډا او ځيني نور توکي هم ترلاسه شوي دي.

هغه وویل، له نیول شوو کسانو سره درې موټر هم نیول شوي او دغه کسان به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.