کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۲): د کار او ټولنیزو چارو وزارت د زمري ۲۸مه د هېواد خپلواکۍ د بېرته اخیستو کالیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې د راتلونکې اونۍ شنبه (د زمري ۲۸مه) عمومي رخصتي ده.
سږ کال د زمري ۲۸مه د افغانستان خپلواکۍ د بېرته اخیستلو له ۱۰۴مې کالیزې سره برابره ده چې هر کال دغه ورځ د بېلابېلو پروګرامونو په ترسره کولو نمانځل کېده.
دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت له دې مخکې هم د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو ورځ د زمري ۲۴مه عمومي رخصتي اعلان کړې وه.
Views: 134
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن