ترینکوټ (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۲): اروزګان کې امنیتي سرچینې وايي چې ناپېژانده وسلهوالو د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یو کس وژلی دی.
د اروزګان امنيې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه پرون له غرمې وروسته د دهراوود په دهزک سیمه کې شوې ده.
هغه وايي، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د عاملینو نیولو هڅې یې پیل کړې دي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن