Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې یو پخوانی سیمه‌ییز قوماندان وژل شوی

 تالقان (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۲): د تخار د چاه‌آب ولسوالۍ مسوولین وایي چې په دې ولسوالۍ کې یو پخوانی سیمه‌ییز قوماندان د ناپېژانده وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

د چاه‌آب ولسوالۍ مرستیال حاجي عزیزالله غفراني پژواک ته وویل چې د فیض‌الله په نوم یو مخکنی ځایي قوماندان چې د دې ولسوالۍ په تخن‌اباد سیمه کې اوسېده، تېره شپه د ناپېژانده وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

 نوموړي زیاته کړه چې د دغه کس د وژلو په اړه تحقیقات پیل شوي او هڅه کوي څو د قتل عاملین ونیسي.

په همدي حال کې، دوو نورو سرچینو هم د فیض‌الله وژل کېدل پژواک ته تایید کړل ویې ویل چې نن یې په دې ولسوالۍ کې جنازه ترسره شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.