سرپل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۲): سرپل کې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د دوو ښځو په ګډون ۱۷ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
باختر اژانس د سرپل د مرافعه محکمې د رییس مولوي یارمحمد عمري له قوله لیکلي، پرون مازدیګر د دغه ولایت په ورزشي سټیډیوم کې ۱۷ مجرمینو ته چې ۱۵ نارینه او دوه ښځې وې، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچینې ویلي چې یاد کسان د زنا، له کوره د تېښتې، لواطت، د مخدره توکو د قاچاق او غلا جرمونو له امله پر تعزیري جزا محکوم شوي وو.
د یاد ولایت د مرافعې محکمه وايي، یادو کسانو ته ځکه په عام محضر سزا ورکړل شوه څو نورو ته عبرت شي او دغه کار په ټولنه کې د جرمونو کمېدو لامل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP