ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د دوولسم ټولګیو له ۱۵ زرو فارغانو کانکور ازموینه واخیستل شوه

کابل کې د دوولسم ټولګیو له ۱۵ زرو فارغانو کانکور ازموینه واخیستل شوه

author avatar
18 Aug 2023 - 21:25
کابل کې د دوولسم ټولګیو له ۱۵ زرو فارغانو کانکور ازموینه واخیستل شوه
author avatar
18 Aug 2023 - 21:25

اټلانټا (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۲): د ازموینو ملي ادارې په کابل کې د دوولسم ټولګیو له ۱۵ زره فارغینو د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د کانکور وروستي پړاو ازموینه واخیسته.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني په دې مناست ویلي چې د کانکور ازموینه په بریا ترسره شوه او هیڅ ستونزه رامنځته نه‌شوه؛ سږ کال ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې وې چې په تېرو کلونو کې نه وې.

هغه زیاته کړه چې د کانکور په څلورو پړاوونو کې د دوولسم ټولګیو له ۱۰۰ زره فارغانو ازموینه واخیستل شوه.

حقاني وویل: «د کابل ښار او ولسوالیو په ازموینه کې چې نن پېل شوه، ۱۵ زره ګډونوال لرو او دا بهیر د یوې ورځې لپاره دی.»

د ازموینو ملي ادارې د ورکړو معلوماتو له مخې، سږ کال به د بریاليتوب نومرې لوړې وي او غوره پوهنځیو ته به لوړې نومرې اخیستونکي بریالي کېږي.

Views: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.