کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان د رييسالوزراء سياسي مرستيال د چین او جنوبي اسیا د همکارۍ یوې ناسته ته پرلیکه وینا کې ویلي، ا.ا له چین سره «د لارې او کمربند» د نوښت ترڅنګ په ټولو برخو کې پر هر اړخیزو همکاریو باور لري او چمتو دی چې بهرنۍ پانګونې ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
چین کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، د رييسالوزراء سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې د چین د یونان ولایت په کیومینګ ښار کې د چین – جنوبي اسیا اووم او د چین د کیونمینګ د وارداتو او صادراتو اووه ویشتم نندارتون او د چین او جنوبي اسیا د همکارۍ څلورم فورم ته پرلیکه بڼه کړې دي.
هغه د اسلامي امارت پالیسي اقتصاد محوره بللې او ویلي یې دي، داسې نندارتونونه د سېمې هېوادونه له یوه بل سره نږدې کوي.
سرچینې د مولوي عبدالکبیر له قوله لیکلي: «اسلامي امارت د چین د لارې او کمربند د نوښت ترڅنګ په ټولو برخو کې پر هر اړخیزو همکاریو باور لري او چمتو دی چې بهرنۍ پانګونې ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.»
د «یوه کمربند یوې لارې» پروژه کې په ۶۵ هېوادونو کې د ریلګاډو، بندرونو او صنعتي پارکونو جوړل شامل دي.
د رييسالوزراء سياسي مرستيال دا هم ویلي چې له افغانستانه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ نشته او د افغانستان سرپرست حکومت پر ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې پر نه مداخلې پوره باور لري.
د افغانستان سفارت سرپرست سید محیالدین سادات هم په یاده ناسته کې د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له چین سره د عملي همکارۍ او ګډ پرمختګ لپاره پر نور ډېر کار ټینګار کړی دی.
هغه ویلي، اوس افغانستان کې د لویو اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې، او د منطقوي اتصال او ترانزیت لپاره افغانستان ډیر ښه ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP