Language

هند کې د موسمی اورښتونو له امله له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ‍۱۴۰۲): رسنیو راپور ورکړی چې په هند کې د موسمي اورښتونو د فصل له پیل، د جون میاشتې له دریېمې اونۍ راهیسې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

سي‌اېن‌اېن د «هیماپال پرداش» ایالت د وزیر له قوله راپور ورکړی چې موسمي اورښتونه د هند په دغه سیمه کې د سېلابونو راوتلو او د ځمکې ښوېدو ترڅنګ د دغه هېواد د ډېرو کسان د مړینې او د یو شمېر نورور د نادرکه کېدو لامل هم شوي دي.

ځایي مسوولینو ویلي، د دغې طبیعي پدیدې له امله ښایي د مړو شوو کسانو شمېر ډېر شي.

د دغه راپور له مخې، روان کال په هند کې د موسمي بارانونو له امله د دغه هېواد څه باندې ۲۵۰۰ وګړي هم بې‌ځایه شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.