کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۲): د بشري حقونو د څار سازمان افغان پناهغوښتونکو د منلو په برخه کې د اداري تشریفاتو پر کمولو ټينګار کړی او د اسټرالیا له دولته یې غوښتي چې دغو پناه غوښتونکو ته دې «بشري ویزې» ډېرې کړي.
په استرالیا کې د بشري حقونو د څار سازمان مدیر دانیلا ګاوشون پرون (پنجشنبه) یوه بیانه کې د دغه هېواد له دولته غوښتي څو د زیانمنونکو کسانو بشري ویزو ته رسېدنه په لومړیتوب کې ونیسي؛ ځکه چې د هغه په خبره، یوازې په دغه صورت کې له هغوی سره مرسته شونې ده.
هغه زیاته کړې: «د کډوالو منلو په برخه کې د امنیت ټینګښت یوه اړینه مسله ده، خو غیرعادي شرایط باید د اداري خنډونو د کمولو په معنا وي.»
د بشري حقونو د څار سازمان دغه مدیر په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې په ۲۰۲۱ کال کې، د استرالیا دولت ۲۴ زره او ۵۰۰ افغان پناهغوښتونکو ته د پنځو راتلوونکو کلونو لپاره بشردوستانه ویزې ځانګړې کړې دي.
د دانیلا ګاوشون په خبره، د سږکال د مۍ تر میاشتې نیمایي دغه موارد ورکړل شوي، په داسې حال کې چې غوښتنلیکونه له ۴۰ زرو ډېر دي.
د یادونې ده، اوسمهال زرګونه افغانان د دغه هېواد په ګاونډيو هېوادونو او دغه راز په اندونیزیا کې د بشري ویزو تر لاسه کولو او اسټرالیا ته د کډوالۍ لپاره په تمه دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP