ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مالیې وزارت د پلاستیکي کڅوړو پر وارداتو بندېز ولګولو

مالیې وزارت د پلاستیکي کڅوړو پر وارداتو بندېز ولګولو

author avatar
18 Aug 2023 - 03:09
مالیې وزارت د پلاستیکي کڅوړو پر وارداتو بندېز ولګولو
author avatar
18 Aug 2023 - 03:09

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۲): د سرپرست حکومت د مالیې وزارت هېواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو پر وارداتو بندیز ولګول.

ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو سره هیواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو واردات په مطلق ډول بند شوي دي، چې موخه یې د چاپیریال له ککړتیا څخه مخنیوی دی.

سرچینې زیاته کړې، یواځي د کندهار په ګمرک کې د (۳۰۰۰) پارسله پلاستیکي کڅوړو له وارداتو څخه مخنیوی شوی، چې هر پارسل (۲۵) کېلو وزن لري او غوښتل یې چي په قاچاقي ډول یې هیواد ته وارد کړي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګرو په کلکه غوښتنه کوي، چي هیواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو له وارداتو څخه ډډه وکړي.

بلخوا د چاپیر ساتنې ادارې د کنټرول او تنظیم امر انجنیر طوفان جبران وایي، چې ۱۴۰۲ کال د چاپیر ساتنې په موخه د پلاستیکي کڅوړو پر ضد پر مبارزې نومول شوی دی.

هغه پژواک ته وویل ، له دې کار څخه موخه داده، څو د پلاستیکي کڅوړو او د یو ځل مصرف لوښو کارول کم کړو.

د نوموړي په وینا، چې پلاستیکي کڅوړې چاپیریال ته سخته ضربه رسوي.

 

Views: 565

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.