ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پښتین پاکستاني چارواکو ته خطاب کې: که مو غوښتنې ونه منل شي، د ازادۍ غږ پورته کوو

پښتین پاکستاني چارواکو ته خطاب کې: که مو غوښتنې ونه منل شي، د ازادۍ غږ پورته کوو

author avatar
19 Aug 2023 - 12:20
پښتین پاکستاني چارواکو ته خطاب کې: که مو غوښتنې ونه منل شي، د ازادۍ غږ پورته کوو
author avatar
19 Aug 2023 - 12:20

اټلانټا (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ګواښ کړی چې که د پاکستان حکومت د پښتنو حقوق ور نه کړي او خپل روان ظلمونه ونه دروي نو اړ به شي چې د «ازادۍ» غږ پورته کړي.

نوموړي دا څرګندونې تېره شپه د پاکستان پلازمېنه اسلام‌اباد کې د خپلو پلویانو یوې لویې غونډې ته چې زرګونو کسانو برخه په کې اخیستې وه، کړې دي.

هغه په خپله وینا کې د پاکستان پر پوځ سختې نیوکې کړې چې ګواکې د پښتنو شتمنۍ یې انحصار کړې او د هغوی په سیمو کې یې قصدي ناامني جوړه کړې ده.

پښتین ویلي، له باجوړ څخه نیولې تر سوات، کوېټې او وزیرستان پورې زرګونه پښتانه مشران د پاکستان د پوځ له خوا وژل شوي او یا هم نادرکه کړی شوي دي.

هغه دغه راز زیاته کړې، د دوی سلګونه پلویانو اسلام‌اباد ته پر لاره نیول شوي او اجازه نه ده ورکړل شوې چې په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو په لاهور کې د «ځناورو» لپاره د لاریون اجازه شته خو په اسلام‌اباد کې د پښتنو لپاره د غونډې او لاریون اجازه نشته.

منظور پښتین د غونډې پر ګډونوالو غږ کړی چې په خپلو کلیو کې د غورځنګ تنظیم لا فعال او منظم کړي.

نوموړي ګواښ کړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو بل ځل به اسلام‌اباد ته په بله بڼه راځي.

هغه د پاکستان پوځي جنرالانو ته د «بدمعاشانو» خطاب کړی او ویلي یې دي چې دوی خپله ډله جوړه کړې او پر پاکستان واکمني کوي.

د هغه په خبره، که چېرې د دوی ستونزې هوارې نه شي او غوښتنې یې ونه منل شي، نو بیا مجبور دي چې د «ازادۍ» غږ وکړي.

پښتين د پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د ترهګرۍ په روانه لړۍ، هدفي وژنو، جبري نادرکیو او هلته د پوځ پر زیاتېدونکي رول سختې نیوکې کړې دي.

نوموړي وېلي چې د پښتنو په سیمو سوات، بونير، دیر، پېښور، باجوړ، مومند، خیبر، وزیرستان، قلعه سیف‌الله او کوېټه کې خلک په زور نادرکه او پوه خلک په نښه کېږي.

هغه زیاته کړه، د پاکستان دولت ګوډاګی دی او پوځ د دولت تش په نوم ادارې له نړۍ د امتیازاتو اخیستلو لپاره جوړې کړې، نور واک نه لري.

هغه د پاکستان پوڅ ته ویلي: «بنګالیانو (بنګله‌دېش) له تاسو پطلون وایست خو موږ به څرمن درڅخه وباسو.»

Views: 424

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.