اسلاماباد (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي د پولیسو له خوا ونیول شو.
پاکستانیو رسنیو د زمري په ۲۸مه، خبر ورکړی چې هغه د دولتي رازونو د افشا کولو په تور نیول شوی دی.
د یادونې ده، عمران خان د خپل حکومت په وروستیو کې یو لیک خلکو ته ښودلی و، چې ګواکي د امریکا حکومت استولی او د ده د حکومت ړنګولو ګواښ یې کړی دی.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې د تحریک انصاف پاکستان ګوند د لوړ پوړو مشرانو په ګډون د دغه ګوند زیات شمېر غړي نیولي او په دې توګه یې په ټول هېواد کې د عمران خان ولسي قدرت ځپلی دی.
شاه محمود قریشي چې د عمران خان د صدراعظمۍ پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر و، د شنبې په ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې په یو خبري کنفرانس کې له ګډون وروسته ونیول شو.
قریشي په دې خبري غونډه کې د انتخاباتو د ځنډولو له امله پر پاکستاني مقاماتو سختې نیوکې وکړې.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو مقام د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل: «هغه [قریشي] په اسلاماباد کې په خپل کور کې پولیسو ونیو. موږ تر اوسه په دې اړه نور جزییات نه لرو.»
د یادونې ده، عمران خان هم د فساد په یوه قضیه کې بندي دی.
Views: 125
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP