کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر په قطر کې د افغانستان امریکایي پوهنتون ته د ۲۰۰ افغان محصلینو د رسېدو خبر ورکړی دی.
د وړم ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د افغانستان امریکایي پوهنتون خپل فعالیت وځنډاوه او اوسمهال دغه پوهنتون د قطر پلازمېنه دوحه کې فعاليت کوي.
مېرمن ډېکر تېره شپه ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه د قطر پلازمېنې دوحه کې د امریکایي پوهنتون دننه د یادو محصلینو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې افغانان عصري زدهکړو ته اړتیا لري.
هغې زیاته کړې، امریکا اوس هم د افغانستان دننه او د سیمې په هېوادونو کې د سلګونو محصلینو ملاتړ کوي.
سرپرست حکومت تېر ۱۴۰۱ لمریز کال په وري میاشتې کې لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې او بیا یې د همدغه کال د لېندۍ په ۲۹مه په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې هم تر ثاني امر پورې وځنډولې.
Views: 235
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن