چاریکار (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): امنیتي مسوولین وايي چې په پروان او کاپیسا ولایتونو کې یې د وژنو په تور څـلور کسان نیولي دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هغه بزګر د وژلو په تور یې درې کسان نیولي چې نږدې دوه اونۍ مخکې (د زمري ۱۵مه) په کوه صافي ولسوالۍ کې د خپل باغ په کوټه کې وژل شوی و.
یاد دهقان محمدصابر نومېده او د کوه صافي د احمدخېلو سیمې اوسېدونکی و.
سرچينه کاږي، په یادو کسانو کې یو فهيمالله د نعیم جان زوی د خوست په اسماعيلخېلو ولسوالۍ کې نیول شوی او پر خپل جرم يې اعتراف هم کړی دی. خبرپاڼه دغه راز کاږي چې دوه نور زيارت ګل د جنت ګل زوی او مجیب د محمداغا زوی په کوه صافي ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
امنیې قوماندانۍ ويلي، نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي او د دوسيې له بشپړېدو وروسته به اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.
له بلې خوا د کاپیسا امنيه قومانداني هم د یوه قاتل د نیولو خبر ورکوي.
د کاپیسا امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ د قربانخېل جمال اغه کلي کې پرون (د زمري ۲۷مه) د عبدالجمیل په نوم یو کس وژل شوی و خو قاتل یې په تېښته بریالی شوی و.
سرچينه زياتوي چې د دې وژنې په تور یې د سميعالله په نوم د یاد کلي یو اوسېدونکی نیولی چې دوسیه به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 244
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن