Language

د ننګرهار په نازیانو کې يو هلک او یوه نجلۍ وژل شوي

جلال‌اباد(پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې يوه ځايي اوسېدونکي خپله ورېره او يو کليوال هلک د نامشروع اړيکو په تور وژلي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د زمري په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، یاده پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دغه ولایت د نازيانو ولسوالۍ اړوند ميلوې ساحه کې شوې ده.

هغه زياته‌ کړه، د نعمت‌الله په نوم هلک او يوه نجلۍ – چې د نازیانو ولسوالۍ د ميلوې اوسېدونکي دي- د نجلۍ د کاکا ببرک له لورې د نامشروع اړېکو په تور د بې‌غږه ټوپک په واسطه وژل شوي دي.

زابلی زياتوي، د نازيانو ولسوالۍ  امنیه قومندانۍ مسوولين ساحې ته رسېدلي خو قاتل د پېښې له ځایه  په تېښته بريالی شوی دی.