کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): د ا.ا مشرانو د خپلواکۍ بیا اخیستلو ۱۰۴مې کاليزې په مناسبت غونډه کې وویل، امن افغانستان د ټولې سيمې او نړۍ په ګټه دی، نړۍوال دې له ا.ا سره لا ښه تعامل ته رامخکې شي او پر افغانانو د روان محکوميت لړۍ دې پای ته ورسوي.
نن (شنبې، د زمري ۲۸مه) له انګرېزانو د هېواد د خپلواکۍ بیا اخیستلو له ۱۰۴مې کاليزې سره برابره ده.
د دې ورځې نمانځغونډه نن د ملي دفاع وزارت کې جوړه شوې وه؛ د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدين حقاني په خپله وینا کې وویل، د ښکېلاګرو پر وړاندې د جهاد او مبارزې په برخه کې د ديني عالمانو رول د پام وړ و او د دوی د غوره رهبرۍ برکت و چې افغانان يې خپلواک ساتلي دي.
هغه زياته کړه، نړۍ دې نور له اسلامي امارت سره تعامل وکړي او پر افغانانو د روان محکوميت لړۍ دې پای ته ورسوي؛ نړۍ دې نور پر افغانانو خپله زورواکي نه ازمایي، بلکې نېک تعامل دې وکړي.
حقاني زياتوي: «هر څوک ستونزې لري، هر څوک دې خپل ځان ته وګوري، خپلې ستونزې دې په خپل کور کې حل کړي؛ د خپلو ستونزو ملامتي دې پر موږ نه اچوي.»
دغه راز د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي وویل، د افغانستان په ازاديو کې قرباني ولس ورکړې، خو واک ته بيا نور کسان رسېدلي، خو دا ځل هغو کسانو چې د امريکا پر وړاندې يې مبازه وکړه؛ په واک کې هم دوی دي او هيله من دی چې دا ځل د ولس هيلې تر پښو لاندې نه شي.
د ده په وينا، له فتحې وروسته د ادارو بیا فعالول، د چور او بېنظمۍ مخنیوی، د وسایلو ساتل او په منظمو پولیسو، اردو او استخباراتو باندې د مجاهدینو بدلېدل د وروستۍ بریا لویه لاسته راوړنه ده.
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمديعقوب مجاهد وویل، په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې افغانستان بيا د جنګ جګړو او تیارو لور ته ور ونه ګرځي.
هغه زياته کړه: «افغانانو په تېره يوه پېړۍ کې د نړۍ درې سترې امپراتورۍ رانسکورې کړې، له شل کلنې پياوړې مبارزې وروسته مو د امريکا په مشرۍ ناټو هم له ماتې سره مخ کړه او له افغانستانه مو وشړل.»
بلخوا د خپلواکۍ ورځې په دې نمانځغونډه کې د رياستالوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وویل، له نشهيي توکو پاک او امن افغانستان د ټولې سيمې او نړۍ په ګټه دی او نړۍوال بايد د همدې موخې لپاره له اسلامي امارت سره لا ښه تعامل ته راوړاندې شي.
هغه زیاته کړه: «نړۍ اوس پر دې پوه شوې چې له اسلامي امارت سره تعامل په سيمه او نړۍ کې د ډاډمن امنيت او ثبات لپاره تر ټولو غوره او ښه لاره ده... اسلامي امارت دا مهال د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې سفارتونه لري.»
د هغه په وینا، له ايران سره د خبرو له لارې د اوبو ستونزې حل کول د اسلامي امارت د ښه سياست او غوره تعامل ښکارندويي کوي.
د رياستالوزراء سياسي مرستيال وايي: «د تېر شل کلن اشغال پر وړاندې د مبارزې موخه دا وه چې اشغال ختم او اسلامي نظام حاکم شي، اوس چې دغو موخو ته رسېدلي يو، بايد په ټولو برخو کې د ځان بسياينې لپاره هڅې وکړو... اسلامي امارت د سالمې پاليسۍ له مخې دمګړۍ له نورو هېوادونو سره د خوراکي او سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد لړۍ په ښه ډول پر مخ روانه ده.»
مولوي عبدالکبير زياته کړه، دا مهال په هېواد کې بشپړ امنيت او اسلامي نظام حاکم دی، په هره برخه کې پرمختګونه روان دي او اټکل دا دی چې سږ کال به د تېرو کلونو په پرتله هېواد کې د غنمو تر یو میليون مټريک ټنه ډېر حاصل ترلاسه راشي.
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وویل، افغانان هیڅ وخت د چا غلامي نه مني او هر ځل چې دلته کوم ښکېلاک راغلی، له ماتې سره مخ شوی دی.
هغه زياتوي: «افغانانو په تېرو شلو کلونو کې بېسارې قربانۍ ورکړې او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره يې سترې سرښندنې کړې دي.»
د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم په ياده ناسته کې وویل، افغان غیور ملت یرغلګرو ته تل غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی؛ د اوسني اسلامي نظام د ټينګښت په موخه زرګونو کسانو خپل سرونه قرباني کړل او زرګونه نور يې کلونه کلونه په زندانونو کې تر سختو شکنجو لاندې پاتې شول.
هغه زياته کړه: «موږ له ټولو هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړو او د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو، خو که نور هېوادونه د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، دوی ته ځواب ویل خپل حق بولو.»
د هغه په خبره، د اسلامي نظام په توګه د کونډو او یتیمانو پالنه خپل مسوولیت ګڼي، د سترو اقتصادي پروژو پلې کول او پر نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنه ښيي چې اسلامي امارت د افغانستان ابادولو او پر ځان بسیا کولو ته ژمن دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهابالدين په نننۍ ناسته کې وویل، د هېواد د ملي اسلامي اردو سرتېري په هر ډول شرايطو کې د خپل سر په بيه له افغانستانه دفاع ته چمتو دي.
هغه زياته کړه: «هغوی چې اوسمهال پر اسلامي امارت بېځايه نيوکې کوي، هغه کسان دي چې ۲۰ کاله يې دلته اشغالګرو ته د زندهباد چيغې وهلې... پام مو وي چې امريکا او ملګري يې په زاريو له دې هېواده نه دي ايستل شوي، بلکې د افغان مجاهدينو پیاوړې مبارزې دې ته اړ کړل چې له افغانستانه ووځي.»
دلاور زیاتوي، اسلامي امارت دا مهال ۴۰۰ زره اسلامي اردو، پوليس او د استخباراتو ځواکونه لري چې هیڅ حکومت نه لرل او اړينه ده چې افغانان داسې یو قوت جوړ کړي چې دښمن ترې ووېرېږي.
دی وايي، د هېواد راتلونکی نسل بايد داسې وروزل شي چې د هېواد د خپلواکۍ ساتل پر ځان فرض وګڼي او د خپلواکۍ پر سر هيڅ ډول معامله ورته د منلو وړ نه وي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري په نننۍ غونډه کې وویل، د اوسني نظام د بقا، پايښت او د ملت او حکومت ترمنځ د لا نږدې کېدو په موخه بايد د ملت فرد- فرد په نظام کې خپل ځان وويني.
هغه زياته کړه، اسلامي امارت بايد خپلې سرې کرښې ولري چې بهرنیو استخباراتي کړیو ته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې موقع برابره نه شي.
د يادولو ده چې په ځينو ولایتونو کې هم ياده ورځ نن ونمانځل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP