میدانښار (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د میدانوردګو د سیداباد اړوند سالارو سیمې خلک وايي، تېرې شل کلنې جګړې له دوی د ژوند ټولې خوښۍ اخیستې وې او د جګړې له ختمېدو وروسته يې هرڅه له سره پيل کړي دي.
دوی وايي، په سیمه کې يې نږدې دوه زره کورنۍ ژوند کوي، یوازې یو منځنی رسمي ښوونځی لري، هغه هم ودانۍ نه درلوده.
د دوی په وینا، اوس خلکو په شخصي لګښت او شخصي ځمکه کې د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې ده.
د سالارو اوسېدونکي زبردست زاهدي پژواک خبري اژانس ته وویل، کلی يې جګړې سخت ځپلی او د ماشومانو لپاره يې د زدهکړو مناسبه ودانۍ نه درلوده.
دی وايي، کلي کې «د شنیز شهیدانو» په نوم یو منځنی رسمي ښوونځي لري، خو تر اوسه يې ودانۍ نه درلوده.
هغه زیاته کړه، له شل کلنې جګړې وروسته ژوند ته د خلکو هيلې پيدا شوې او په خپل شخصي لګښت او شخصي ځمکه کې يې د ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو کارونه پیل کړي دي.
زاهدي وویل، د کابل- کندهار لویه لار د سالارو په سیمه کې تېره شوې نو په وینا يې هلته به هره ورځ جګړه وه او له خلکو يې د ژوند ټولې خوښۍ اخیستې وې.
هغه وویل، په لومړي ګام کې يې د ښوونځي لپاره د شپږو ټولګیو جوړولو کار پيل کړ چې اتیا سلنه يې کارونه بشپړ شوي دي.
خو دی له حکومته غواړي چې د ښوونځي په پاتې کارونو کې دې مرسته ورسره وکړي.
هغه وویل: «زموږ سیمه په تېرو جګړو سخته ویجاړه شوه او هر ډول زیانونه مو ولیدل، خو په خپلو بچیانو مو تعلیم وکړ نو اوس یې هم په هر قیمت پرې کوو.»
د دې سیمې یو بل اوسېدونکی حاجي غني وايي، د سیمې د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت یې خراب دی، خو پر خپلو بچیانو يې زدهکړې کړې.
هغه وویل: «اوس مو د کلي ماشومان په داسې ځای کې زدهکړې کوي چې ژمۍ له سړو او اوړی له ګرمۍ پکې طاقت نه کېږي.»
د دې سیمې یو بل اوسېدونکی او د «د شنیز شهیدانو» منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو کمېټې یو مسوول معلم پروېز وویل: «موږ د ښوونځي لپاره په شخصي لکښت د ودانۍ کارونه پیل کړل او شاوخوا ۸۰ سلنه مو ترسره کړي خو د پاتې کارونو لپاره له حکومته مرسته غواړو.»
هغه زیاته کړه، ژمی را روان دی او د دوی د ښوونځي کارونه نیمګړي پاتې دي چې حکومت باید په دې برخه کې د خلکو لاسنیوی وکړي.
دوی وايي، تر اوسه حکومت یا کومې مرستندویې ادارې له دوی سره د ښوونځي په جوړولو کې مرسته نه ده کړې.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین بیا د یادې سیمې د خلکو له دغه کاره ستاینه کوي او ډاډ څرګندوي چې دوی به په دې برخه کې له خلکو خپله همکاري دريغ نه کړي.
د میدانوردګو د پوهنې رییس مولوي محمدعثمان حریت پژواک ته وویل، د پوهنې ریاست په سالارو سیمه کې د «د شنیز شهیدانو» ښوونځي د ودانۍ پاتې کارونو په بشپړولو کې هر ډول مرستې ته چمتو دي.
هغه زیاته کړه: «زموږ پلان دا دی چې پوره کوشش کوو، څه امکانات چې په لاس راځي په ترمیم کې یې کار کوو، په تعمیر جوړولو کې یې کار کوو.»
د یادونې ده، په هېواد کې شل کلنې جګړې له امله د نورو برخو ترڅنګ د پوهنې برخه هم زیانمنه شوې او د ډېری سیمو خلکو د ښوونځيو لپاره په خپل شخصي لکښت ودانۍ جوړې کړې دي.
Views: 62
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن