کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د دغه وزارت او د اس ک ام هواسلیک انونیوم شرکت ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې به يې دغه شرکت په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پروژو په برخه کې پانګونه کوي.
د ياد شوي وزارت په ټويټرپاڼه کې راغلي چې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د اس ک ام هواسلیک انونیوم شرکت د مدیره پلاوي له رئيس دوکتور عباس رسول زاده فرساد سره له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا د تولید، لېږد او وېش په برخه کې د پانګونې په موخه د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
سرچينه کاږي، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړې هوکړهلیک د لاسلیکولو پر مهال په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پروژو په برخه کې د نوموړي شرکت د پانګونې له لېوالتیا څخه د هرکلي ترڅنګ، هغوی ته د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاریو په هکله ډاډ ورکړ.
سرچينه زياتوي، د نوموړي شرکت مسؤولینو هم د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ پروژو د پلي کولو په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی څرګند کړ.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن