ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوى درستيز: پاکستان دې پر افغانستان د نيوکې پر ځاى د خپلې خاورې ساتنه وکړي

لوى درستيز: پاکستان دې پر افغانستان د نيوکې پر ځاى د خپلې خاورې ساتنه وکړي

author avatar
20 Aug 2023 - 17:26
لوى درستيز: پاکستان دې پر افغانستان د نيوکې پر ځاى د خپلې خاورې ساتنه وکړي
author avatar
20 Aug 2023 - 17:26

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان لوى درستيز وايي چې پاکستان دې پر افغانستان د نيوکې پر ځاى د خپلې خاورې ساتنه وکړي؛ ځکه اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

دغه څرګندونې د ملي دفاع وزارت لوى درستيز قاري فصيح‌الدين فطرت د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې چې د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په موخه جوړه شوې وه.

هغه وویل، په پاکستان کې بريدونه کېږي او هغوی بیا نیوکه کوي چې ګواکې «ترهګر» له افغانستانه د پاکستان خاورې ته داخلېږي او هلته عملیات کوي.

خو دى زیاتوي: «که احیاناً د افغانستان له خاورې پاکستان ته لاړ هم شي، هغوی هم سرحدي ځواکونه لري او موږ یې هم لرو او حتماً په سرحد کې نښتې رامنځته کېږي، خو موږ او تاسو ګورو چې په سرحدونو کې جنګ نه دی شوی، په خپله پاکستان کې کسان حضور لري چې پاکستان يې ناامنه کړى دى.»

فطرت وایي، پاکستان دې پر افغانستان د نيوکې پر ځاى د خپلې خاورې ساتنه وکړي څو له ستونزو سره مخ نه شي.

دى زياتوي: «دا د هغوی ناتواني ښیي، کله چې ونه توانېږي د خپل هېواد امنیت وساتي او هغه څوک ونیسي چې هلته تخریبي کړنې ترسره کوي، بیا انتقاد پر افغانانو کوي.»

هغه وویل: «که پاکستان او یا بل هر هېواد وي او په دې فکر وي چې هغوی خپل دښمن په افغانستان کې لټوي، غلط فکر کوي، دښمن دې په خپله خاوره کې ولټوي.»

دی وایي، د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي او نه چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي.

هغه د افغانانو ته ډاډ ورکړ چې افغان حکومت د هر ډول تېري مخه نيولاى شي او ځواب يې ورکولاى شي.

فطرت وویل: «په افغانستان کې هیڅ تروریستي ډله حضور نه لري، یوازې یو شمېر استخباراتي کړۍ دي چې یو شمېر تخریبې کړنې د داعش په نوم ترسره کوي او داسې ښيي چې ګواکې داعش دا کړنې ترسره کوي.»

خو هغه بيا وايي: «ممکن د داعش ځيني غړي په افغانستان کې وجود ولري خو نسبت د تېر کال په پرتله یې تخریبي کړنې کمې شوې دي، په لویو ښارو کې چې مجاهدین ورته متوجه وو، تقریباً د دوی عملیات صفر ته رسېدلي، خو په اطرافونو کې اوس هم دا تشویش شته چې تخریبي کړنې ترسره کړي.»

دغه راز ده وويل چې تېر کال د افغانستان اسلامي اردو سرتېرو شمېر ١٥٠ زره و خو هڅې روان دي چې راتلونکي کال ته دغه شمېر ١٨٠ زرو ته لوړ شي.

دی وایي چې اوسمهال په اسلامي اردو کې پر «مجاهدینو» سربېره د پخواني اردو او يو شمېر نوي جذب شوي کسان هم شته دي.

فطرت وايي، تېر کال د اوپراسیوني فعالیتونو په پایله کې ۸۴۱۸ میله سپکې وسلې، ۳۱۸ میله درنې وسلې، ۵۰۴۴ موټرسایکلونه، ۵۳۸ بېلابېل ډول وسایط، ۱۲۰۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۹۱۷ لاسي بمونه، ۸۴۱ ماینونه، ۵۱۳ پايې مخابرې، ۴۵۳ دوربینونه د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

هغه وایي، په سرحدونو کې د امنیتي ګواښونو مخنیوي لپاره ۶۳ کنډکونه په ۳۷ کمپونو کې، ۱۰۸ بېزونه او ۶۰۰ پوستې له وسایلو، تجهیزاتو او امکاناتو سره ځای پر ځای شوي دي.

دغه راز په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال مولوي محمدقاسم فرسد وویل چې په هېواد کې له تحول وروسته شاوخوا ۶۰ الوتکې چې ګاونډيو هېوادونو ته وړل شوې وې، تر اوسه بېرته نه دي سپارل شوې.

هغه زیاته کړه: «موږ له هغوی غوښتنه کړې خو هغوی د امریکا تر فشار لاندې دي او موږ ته مثبت ځواب نه راکوي.»

دی وایي، ۳۵۵۸۷ کسان چې د افغانستان اسلامي امارت په لیکو کې یې سابقه نه لرله او یا هم مسلکي نه وو، د لیکو د تصفیې او بیاکتنې کمېسیونونو له لوري له صفونو څخه ایستل شوي دي.

نوموړی وايي، تېر کال د اسلامي ملي اردو له تعلیمي مرکزونو، تحصیلي موسسو او مسلکي ښوونځیو د قطعاتو او جزوتامونو ۲۴ زره او ۷۷۴ منسوبین فارغ شوي دي.

د دغه وزارت معلوماتو له مخې، تېر کال شاوخوا ۵۰ زره بېلابېل وسایط ترمیم شوي او اوس د استفادې وړ دي.

Views: 58

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.