Language

فراه کې څلور زره کیلوګرامه ومان له منځه وړل شوي

فراه (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): فراه کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ مربوطاتو کې څلور زره کیلوګرامه ومان کشف او له منځه یووړل شول.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځواکونو دغه توکي نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې نیولي وو.

سرچینې د پرچمن د ولسوال مولوي محمدیاسین ابودجانه له قوله لیکلي چې یاد نشه‌يي توکي د دې ولسوالۍ اړوند د مشګان حوزې او کوتل بورک سیمو کې کشف او ترلاسه شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد توکي له نیول کېدو وروسته وسوځول شول خو په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي.

د یادونې ده، په هېواد کې د نشه‌يي توکو کرکیله او کاروبار منع اعلان شوي او سرغړوونکي مجرمین ګنل کېږي.

Related Topics