Language

مرکزي بانک سبا ۱۴ میلیون ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۲۹ زمري ۱۴۰۱): د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (دوشنبه) ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک نن (یک‌شنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره د پر شرایطو برابرو له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د یاد بانک په خبره، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

سرچینې څرګنده کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نشته، د لیلام ګټونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

login or register a new account.