Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بې‌کیفیته او ناقانونه درملو د وارداتو او قاچاق مخنیوي کړنلاره منظوره شوه

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): اقتصادي کمېسیون وايي، افغانستان ته د بې‌کیفیته او غیرقانوني درملو د وارداتو او قاچاق مخنیوي کړنلاره منظوره شوه.

یاد کمېسیون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه منظوري نن (یکشنبه) د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ غونډې کې وشوه.

سرچینې لیکلي: «د دغې کړنلارې د پلي کولو لپاره د خوړو او درملو ملي ادارې په مشرۍ د مالیې، کورنیو چارو، ملي دفاع، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست د مرستیالانو په کچه یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې دغه کړنلاره له منظورۍ وروسته پلې کړي.»

د سرچینې په وینا، په یاده غونډه کې د افغانستان د ملي پراختیا ستراتیژۍ پر جوړولو تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ او اقتصاد وزارت په سکرتریت دې د اقتصادي کمېسیون له غړو وزارتونو او ادارو څخه ګډه کمېټه جوړه کړي، د ټولو ادارو کړنلارو او پلانونو ته په کتو دې د یادې ستراتیژۍ مسوده نهایي او د منظورۍ لپاره دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

سرچینې لیکلي: «د اقتصادي کمېسیون په یاده ناسته کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت استازي په ګډون د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم او مالیې وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د کجکي بند اړوند د استملاک شوو ځمکو د چارو عملي کېدو، د پاتې ځمکو استملاک او د بند په کاسه کې د رسوباتو پاکولو د امکاناتو ارزونې په موخه دې سیمې ته سفر وکړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.»

سرچینې زياته کړې، د اقتصادي کمېسیون په دغه ناسته کې د افغانستان بانک په مشرۍ د مالیې او کانونو او پټرولیم وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د زرګرانو اتحادیې له استازو سره په ګډه له هېواد څخه د سرو زرو قاچاق د مخنیوي په موخه هر اړخیزه څېړنه ترسره او خپلې موندنې له اقتصادي کمېسیون سره شریکې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.