کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۲): نن په کابل ښار کې د تېرو نهو ورځو په نسبت د اړینو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د «احمدیار ګروپ» تېلو پمپ یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو نهو ورځو په څېر د یوه لېټر پټرولو بیه ۷۱ افغانۍ او د یوه لېټر ډېزلو بیه ۶۵ افغانۍ ده.
دغه راز، د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې یو ګازپلورونکی محمدشریف وايي، نن هم لکه تېرې نهه ورځې یو کیلوګرام ګاز په ۵۶ افغانۍ پلوري.
د خوراکي توکو په بیو کې هم بدلون نه دی راغلی.
کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، د تېرو اوو ورځو ته ورته نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۵۵۰ افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یو شمېر توکو پرچون بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر او په ځینو کې بیا لږ توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې
د کابل ښار پر تیمورشاهي سړک د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل، نن د تېرو نهو ورځو په څېر یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زرو په ۴۳۵۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زرو په ۳۴۰۰ افغانۍ پلوري.
د سرو زرو پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلېدو سره اړیکه لري.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۴،۴۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۰ افغانیو بدلیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د زمري په ۲۱مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۴ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۵ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP