Language

د کابل ښار دارالامان کې چاودنې دوه کسان وژلي، یو ټپي دی

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): کابل کې امنیتي مسوولین وایي، د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند په دارالامان سیمه کې یوه زرنج کې د چسپکي ماین چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن مازدیګر د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند په دارالامان سیمه کې په یوه زرنج کې چسپکي ماین چاودنه کړې چې متأسفانه په زرنج کې ناست دوه هېوادوال شهیدان شوي او یو بل لاروی زخمي شوی دی.»

د هغه په وینا، امنیتي ځواکونو سیمه کې خپلې څېړنې پیل کړي څو د یادې پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.