ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوړو زده‌کړو وزارت: د نجونو پرمخ د پوهنتونونو پرانیستلو پر طرحه کار روان دی

د لوړو زده‌کړو وزارت: د نجونو پرمخ د پوهنتونونو پرانیستلو پر طرحه کار روان دی

author avatar
21 Aug 2023 - 18:43
د لوړو زده‌کړو وزارت: د نجونو پرمخ د پوهنتونونو پرانیستلو پر طرحه کار روان دی
author avatar
21 Aug 2023 - 18:43

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولین وایي چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو پرانیستلو طرحه باندې یوه کمېټه کار کوي او د نهایي کېدو په صورت کې به یې له هېوادوالو سره شریکه کړي.

دغه خبرې نن د لوړو زده‌کړو علمي معین ډاکټر لطف‌الله خیرخواه ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې کړې دي.

 هغه وویل، دغه کمېټه د پوهنې وزارت په ګډون له څو نورو بنسټونو نه جوړه شوې او د لوړو زده‌کړو وزارت هم د هغې غړی دی.

هغه دغه راز وویل چې د لوړو زده‌کړو نصاب د بیاکتنې په برخه کې هم کارونه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه د تحصیلي نصاب ۹۰ مضمونونه نهایي شوي چې ۷۰ یې د لیسانس اړوند، ۱۳ یې د ماسټرۍ او ۷ یې د دکتورا د پروګرام اړوند دي.

د هغه په خبره، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د پوهنتون ۲۰۰ تر ۲۵۰ استادان له هېواد بهر ته تللي، خو دې وروستیو شپږو میاشتو کې د پوهنتونونو هيڅ استاد هېواد نه دی پرېیښی او د استادانو له خوا هيڅ استعفا لیک نه دی ورغلی.

هغه وویل چې په ټوله کې په دولتي پوهنتونونو کې د استادانو شپږ زره بستونه موجود دي چې د تېر حکومت پرمهال دغه وزارت کې خالي بستونه وو.

په ورته وخت کې، نوموړي زیاته کړه چې هېوادوال دې له دې درکه اندېښنې نه لري؛ ځکه چې په ټولو هېوادونو کې استادان خپل پوهنتونونه پرېږدي او نورو هېوادونو ته ځي.

د لوړو زده‌کړو علمي معین وویل، دغه وزارت تېر کال کې درې پروګرامونه د دوکتورا او ۱۵ پروګرامونه د ماسټرۍ پیل کړي او دمګړۍ په هېواد کې د دوکتورا ۹ او د ماسټرۍ۴۰ پرګرامونه شته دي.

هغه وویل چې تېر یوه کال کې دولتي پوهنتونونو کې ۱۱۸ زره محصلین جذب شوي او په ټوله کې د هېواد په پوهنتونونو کې څلور سوه زره محصلین پر زده کړو بوخت دي.

د هغه په خبره، دې موده کې د خصوصي پوهنتونونو د جواز ورکولو لپاره دغه وزارت ته هیڅ وړاندیز نه دی شوی او هيڅ خصوصي پوهنتون بند شوی نه دی.

خیر خواه وویل چې د دغه وزارت ۷۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه هم بېرته راګرځول شوې ده.

Views: 84

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.