کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۲): د ا.ا مشرتابه د یوه فرمان له لارې ادارې مکلفې کړې چې په بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او په اړوندو کړنو کې له ځنډه مخنیوی وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه (اېکس) لیکلي، یاد فرمان د هېواد جغرافیایي موقعیت او اقتصادي اهمیت ته په کتو، په سیمه کې د وروستیو اقتصادي او سیاسي تحولاتو په نظر کې نیولو سره د سوداګرۍ د معیاري کولو، د صادراتو زیاتېدو، له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د دوامداره او ثابتو اړیکو رامنځته کولو او د خصوصي سکټور او کورنیو تولیداتو د ملاتړ او ودې په موخه صادر شوی دی.
هغه لیکلي چې د دغه فرمان له مخې، اړوندې امارتي ادارې او وزارتونه مکلف دي چې د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کي نیولو سره په بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوي برابرې کړي.
د مجاهد د معلوماتو له مخې، په یاد فرمان کې په مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او امارتي ادارو چارواکي او کارکوونکي مکلف شوي چې د هېواد له نافذو تقنیني سندونو سره سم د خصوصي سکټور له فعالانو سره ښه چلند او په اړوندو کړنو کې له ځنډه مخنیوی وکړي.
فرمان کې دا هم راغلي چې امارتي ادارې او وزارتونه مکلف دي چې د هېواد د داخلي صنایعو د ودې او ځان بسیایني په موخه د امکان تر بریده د هېواد له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
Views: 188
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن